فساد او ترهګري : کرزی لالا او ملاعمر اخوند
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

            

د پاکستان او ایران لخوا هیواد ته په جوپو جوپو ترهګر رالیږنه او بل پلو په دولت کې دننه پراخ فساد دوه هغه لويي بلاوې دي چې که تر ۲۰۱۴ کال پورې يی اساسي غم ونه خوړل شي ، کیدای شي له دې تاریخ روسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي ، افغان واکمني د یوه ناکام دولت تر کچې له ماتې سره مخ او هیواد د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو پشان یو ځل بیا کورني ناورین ته ټېل وهي .

که څه هم د نړۍ له سترو هیوادو په تېره بیا امریکا سره د ستراتیژیکو تړونو لاسلیک په بهرني سیاست کې د دولت یوه لویه لاسته راوړنه شمیرل کیږي او دولت ته یو شمېراسانتیاووې برابروي چې د ایران او پاکستان د لاسوهنو او تیریو په وړاندې غوڅه تګلاره خپله کړي ، خو که دولت اوس ددې وړتیا پیدا کړي چې له دې تړونو څخه د صادریدونکې ترهګرۍ په مهاریدو او کنترول کې لازمه ګټه پورته کړي .

د ملي شورا دواړو خونو، ولسې جرګې او مشرانو جرګې په تېر کې د خپلو ځینو ملي ضد عادتونو په خلاف دا ځل امریکا سره د ستراتیژیک تړون د تایید په سر ، د ایران بربنډې او د پاکستان پټې چلوټې شنډې کړې او حکومت ته يی ددې کړاو په حل کې د ملاتړ لاس ورکړ. همدارنګه د ملي شورا ځیني هیوادپال غړي د کونړ په ولایت کې د پاکستاني پوځ د پرله پسې تیریو په اړه ، حکومت تر فشار لاندې نیسي چې پاکستان سره د ورورګلوۍ د پوچو خبرو پرځای، د هغه په وړاندې غوڅ دریځ خپل کړي . دلته ددې خبرو له یادولو څخه موخه دا ده چې د ککړې ولسې او مشرانو جرګې په خونو کې هم ، داسې استازي چې د افغانستان په خیر او ګټو سوچ کوي ، لیدل کیږي. 

د دولت او په تېره بیا د ولسمشرکرزي دغه دریځ چې ترهګر د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته او که وي هم هغه له ګاونډیو هیوادو څخه افغانستان ته رااستول کیږي ، تر یوه ځایه روښانه دریځ دی . خو د دریځ د داسې ښکلي بیان ترڅنګ لویه تېروتنه دا ده چې دا دریځ دایمي بڼه نه لري. کله چې پاکستان د نړیوالو او افغان دولت د تېرایستلو لپاره د ترهګرو د ځپلو تش په خوله بیان ورکړی ، افغان دولت سملاسې پاکستان ته د ورور دولت د خطاب په اپلتو سر شي او د جهاد د مهال ښېګڼې يي مخې ته ودریږي چې حقیقت کې هغه ښېګڼې نه وي بلکې پر جهادي تنظیمو د پاکستان سیاسي لوبې وي چې پایلې يي نن ټول افغانان ، د افغانستان په بشپړه ورانۍ کې د سر په سترګو ویني !

کافي ده چې ووایو د شانګهايي د غونډې په درشل کې ولسمشر کرزی بیا هم وايی چې د پاکستان دولت د افغانانو ورور او دوست دولت دی په داسې حال کې چې په همدې ورځ د کرزي دولت د ملي امنیت سیاسی ویاند ښاغلی مشعل وايی ، له هغو کسانو څخه چې د نجونو په ښوونځیو کې يي نجونې مسمومي کړي ، تحقیق څرګندوي چې دا کسان له پاکستانه رااوښتي دی . همدارنګه د کونړ والي په تازه رپوټ کې وايي چې د کونړ پر ولایت بریدونه په پاکستان کې د روزل شویو ترهګرو په لاس ترسره کیږي او هلته اوس هم د ترهګرو د روزلو اډې فعالې دي .   

د ایران په اړه خو که ریښتیا وویل شی دولت بهرنی سیاست نه لري . د ایران ولسمشر احمدي نژاد په کابل او تاجیکستان کې د ولسمشر کرزي په مخکې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې څرګندې خبرې کړې او لارښوونې يي صادرې کړي . په کابل کې د ایران پخواني سفیر څارنوالۍ ته د ولس د استازو د غوږتاوي لپاره مکتوبونه استولي او اوسني سفیر يي په ښکاره او بېشرمۍ سره د مشرانو جرګې تر مشره پورې د تړونو د نه لاسلیک په اړه لارښوونې او دیکتات صادروي . خو په دې ټولو برخو کې افغان دولت، ایران ته سوڼ قدرې هم نه دی کړی او کله چې ایران د ځان په اړه  د افغان دولت دا بې پروايي او بې تفاوتي ویني ، نور هم زړوریږي . په دې برخه کې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه د ملي شورا یوازې روستۍ غوڅې پریکړې په کابل کې د ایران سفیر لارې ته راوست «  كابل كې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند وايي چې ستراتيژيك تړونونه د افغان دولت خپل كار دى، په بل هيواد پورې هيڅ تړاو نه لري ان هغه كه ايران هم وي. خدمتګار ورځپاڼه »

بل پلو د ستراتیژیک تړونو په لاسلیک سره هم ، ایران او پاکستان په سیمه کې ځانونه ګوښه شوي شمیري او هڅه کوي له پخوا زیات د افغانستان په وړاندې له ترهګرو څخه نیولې ، په کابل دولت کې د خپلو پلویانو او جاسوسانو په ګډون هیواد کې د پخلاینې ، سولې ، امنیت او پرمختګ مخه ونیسي . همدارنګه دوی ته د افغانستان هره بریا د سترګو اغزی ښکاري او په نړیوال دریځ د افغانستان بیا ځلیدا او لویا پر خپل سر ګیچ کوونکی ګوزار بولي .        

 خو د سیمې ، نړۍ او د افغانستان اوسني چاپیریال ته په کتو سره ، د ترهګرو د مهاریدو او کنترول او د هغو د ملاتړو په وړاندې د غوڅو اقداماتو وخت افغانستان ترلاسه کړی ، اوس افغان دولت پورې اړه لري چې له دغو شونتیاوو څخه څنګه ګټه پورته کوي .

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو د وحشت په وړاندې د ولسي خلکو ملي پاڅون چې د هغه په ترڅ کې ۱۱ تنه طالبان مړه او ۱۵ نور د خلکو له لوري ژوندې ونیول شول ، څرګندوي چې افغانان د طالبانو او ترهګرو له لاسه نور پزې ته راغلي او په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې هم وضعه همدا شان لیدل کیږي .

« د غزني له خلكو وروسته د جوزجان ولايت په درزاب او قوش تېپه ولسواليو كې عام خلك او هغه كسان، چې د وسله والو طالبانو ليكې يې پرې ايښې دي، په خپلو سيمو كې د طالبانو پر وړاندې پورته شوي دي.
دوى له دولت وسلې غوښتې چې خپله سيمه له طالبانو وساتي او له امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي.، خدمتګار . »

افغان ولس د دولت په نسبت چې فساد شل و شوټ کړی ، په وارو وارو د ترهګرو او د هغو د بهرنیو ملاتړو په تړاو غوڅ او څرګند دریځ لري .

ترهګر نه یوازې د ګاونډیانو په لاس تغزیه او روزل کیږي بلکې په دولت کې فساد او د مفسدینو پراخ شتون هم ترهګر پیاوړي کوي . له ارګه نیولې تر والی او ولسوال ، له سترې محکمې نیولې د ولسوالۍ تر قاضي او له  لويي څارنوالۍ نیولې بیا تر وړوکي څارنوال پورې په فساد ، بډو ، د خلکو په ځورولو او په لویلاس د ترهګرو د لیکو په پیاوړي کولو کې لاس لري . ډېر خلک خپله کرزی د اداري فساد یوه بېلګه شمیري، څه رسیږي دې ته چې د هغه د نورو لوړ رتبه چارواکو په اړه قضاوت وشي .

له اداري فساد سره د مبارزې مشرعزیزالله لودین وايی کره اسناد لرم چې د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان په فساد کې ښکیل دی. خو د کرزي په مشرۍ دولت کې لوی مفسدین معافیت لري. همداسې له هیواد څخه د ضیا مسعود د ډالرو د ایستلو او د پوهني په وزارت کې د یونس قانوني دوسیه درواخله.

د کرزي اداره د خپلې واکمنۍ په تېرو ۱۱ کلونو کې له خبرو او لاپو پرته، د فساد په مخنیوي کې هیڅ لاسته راوړنه نلري . په دې اوږده پیر کې د کرزي دولت حتی یو لوړپوړی چارواکی د نورو د زده کړې په موخه، مجازات نکړ. په دې اړه د درواغو له پاسه بیا درواغ وايي او بېله دې چې زړې ژمنې پلي کړي ، نوې ژمنې ورکوي او د افغانانو د تېرایستلو لپاره له ډول ډول وسایلو کار اخلي .  

د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف یوه جګپوړي چارواکي لا تېرکال په بون کې ویلی وو، مرستندوی هیوادونه له افغانستان څخه ثبوت ته اړتیا لري چې دا هیواد مرستې سمې او شفافې مصرفولی شي.

د دوهم بن کنفرانس په مهال هم افغانستان د فاسدو هیوادو په لړۍ کې شمېرل کېده . د شفافیت د نړیوالې ټولنې په اند په نړۍ کې سومالیا ، شمالي کوریا او افغانستان خورا فاسد هیوادونه او نیوزیلیند خورا روغ هیواد ګڼل شویدي . 

د شیکاګو کانفرانس کې هم د ناټو مشرانو له افغانستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې د افغانستان په دولت کې د فساد له مخنیوي، ښې حکومتولۍ، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو له رعایت او د روڼ انتخاباتي سیستم له رامنځته کولو سره تړلي دي .

د کار نړيوالې ټولنې په افغانستان کې خلکو ته د اوږدمهاله کارونو د ميندلو په لورې يون تر سر ليک لاندې په خپل تازه خپور شوي رپوټ کې د دغه هيواد د وزگارو کسانو شمېر تر اتو لکو زيات ښودلى ، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان شپيته سلنه کارگر په کرکېله بوخت دي.

شير وريک د کار د نړيوالې تولنې يو کارپوه وايي :

« په افغانستان کې وزگارتيا د ځوانانو او راستنو شويو او ماشومانو لپاره د کارونو نشتوالى هغه څه دي چې دغې ټولنې يې اغيزې پرې ايستي دي، چې له امله يې گڼ افغانان اړوځي چې نورو هيوادونو ته مخه کړي. »

که ملا عمر اخوند د طالبي ترهګرو مشر دی او د دې ډلې لاسونه په افغان وژنه کې ( لکه د کندهار په تازه پېښه کې چې ۲۱ تنه بېوزلې کندهاریان شهیدان او له ۵۰ زیات ټپیان شول) په وینو سره دي او د افغانستان د تازه ورانیو مجرمین ګڼل کیږي، د کرزي په مشرۍ دولت بیا له سره تر پایه په فساد کې ډوب دی او د افغانانو د نورو بدبختیو لامل دی .

افغان ولس ته په دواړو جبهو یانې د ترهګرو او په دولت کې د فساد او مفسدینو په وړاندې د غوڅې او څرګندې پریکړې وخت رسیدلی دی . که د ترهګرو په ضد ملي پاڅون ته اړتیا لیدل کیږي د فساد په وړاندې هم باید په سوله یزو لارو، ملي پاڅون ته ورته اقدام ترسره شي .

د ۲۰۱۲ کال د جون ۶ مه

 


June 7th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات